Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ټرمپ: ټرمپ وايي هند او پاکستان دې ستونزې په خپله حل کړي.
۶ ثور ۱۴۰۴

ټرمپ: ټرمپ وايي هند او پاکستان دې ستونزې په خپله حل کړي.

په داسې حال کې چې د اسلام‌اباد او ډیلي ترمنځ روان تاوتریخوالی زیاتیږي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې هند او پاکستان دې خپلې ستونزې په خپله حل کړي. 

ډونالډ ټرمپ په ​​کشمیر کې تاریخي شخړو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې هغه د دواړو هېوادونو له مشرانو سره بلد دی، خو هغه د دواړو هېوادونو د مشرانو سره د اړیکو په اړه پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

 په هندي کشمېر کې پر سیلانیانو تر برید وروسته چې ۲۶ تنه په کې ووژل شول د دواړو هېوادونو اړیکې بیا ځلي ترینګلې شوې دي.

مطالب

ټرمپ: ټرمپ وايي
هند او پاکستان دې
ستونزې په خپله حل کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ