Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

میدان‌وردګ کې ۶۵زره جریبه دولتي ځمکه له غصب راګرځول شوې.
۲۹ حمل ۱۴۰۴

میدان‌وردګ کې ۶۵زره جریبه دولتي ځمکه له غصب راګرځول شوې.

د میدان‌وردګ د دولتي ځمکو د بېرته راګرځېدو کمېسیون چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز میدان‌ښار او ولسوالیو کې ۶۵زره جریبه دولتي ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځول شوې ده.

د دغه ولایت د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون رییس مولوي نیازمحمد عابد میدان‌ښار کې خبریالانو ته وویل، دغه ځمکه تازه د یاد ولایت اړوند په مرکز، جلرېز، بهسودو، چک، سیداباد ولسوالیو کې د غصب څخه راګرځول شوې او د امارتي ځمکو په لېست کې ثبت شوې.

هغه وویل، چاته اجازه نه‌ورکوي چې په میدان‌وردګ کې د دولتي ځمکو غصب وکړي او که څوک په ورته کړنه لاس پورې کړي، قانون ته به یې وسپاري.

له دې وړاندې هم د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون په میدا‌ن‌وردګ کې یوشمېر ځمکې له غصب راګرځولي دي.

مطالب

میدان‌وردګ کې ۶۵زره جریبه
دولتي ځمکه له غصب
راګرځول شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ