Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د ابو نصر فراهي بندر له لارې هېواد ته د نفتي توکو واردات بند شول.
۱۴ جوزا ۱۴۰۴

د ابو نصر فراهي بندر له لارې هېواد ته د نفتي توکو واردات بند شول.

د سرپرست حکومت د فرمانونو او حکمونو د نظارت او څارنې لوی رياست سرپرست شمس الدين شريعتي هېواد ته د بې کيفيته تېلو د مخنيوي په اړه خبري غونډه کې ویلي، چې د سرپرست حکومت د تازه پرېکړې له مخې، چې د کابينې له لوري تایید شوې، له دې وروسته هېواد ته د A80 پټرولو او همداراز د شيخ ابو نصر فراهي بندر له لارې د هر ډول نفتي توکو واردول په کلکه منعه دي‌.

 هغه زیاته کړې، چې د دغې پرېکړې له مخې د هېواد له هغو بندرونو او بازارګوټو څخه هم د نفتي توکو واردول منعه دي‌، چې هلته د يادو توکو د کيفيت مالومولو معیاري لابراتوارونه شتون نه لري

مطالب

د ابو نصر فراهي بندر له لارې
هېواد ته د نفتي توکو واردات بند شول

دا خبر نورو سره شریک کړئ