Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتيکا کې يو تن دوه کسان په چاقو وژلي او څلور ټپیان کړي.
۱۹ سرطان ۱۴۰۴

پکتيکا کې يو تن دوه کسان په چاقو وژلي او څلور ټپیان کړي.



د پکتيکا یحی‌خېل ولسوالي کې يو تن دوه کسان د چاقو په وسیله وژلي او څلور نور ټپیان کړي.

د پکتيکا امنیې قومنداني تېره ورځ چهارشنبه ناوخته يوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یحی‌خېل ولسوالي د «منځو ګوډلو» کلي کې یو کس د شپې پرمهال د «غلام محمد» کور ته ورغلی او د هغه د کورنۍ دوه کسان يې وژلي او څلور نور ټپيان کړي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې تورن «محمد انور» نوميږي او د مقتول «غلام محمد» له کورنۍ سره خپلوي او دوستي هم لري.

د یحی‌خېل ولسوالي امنیه قومندان او نور منسوبین پر وخت سیمې ته رسېدلي او تورن کس يې چاقو سره لاس په لاس نیولی او پلټنې ترې روانې دي.

د دغې پېښې لامل په اړه څه نه دي ویل شوي او د یوه ټپي روغتیايي وضعیت نازک ښوول شوی دی.

مطالب

پکتيکا کې يو تن دوه کسان
په چاقو وژلي او څلور ټپیان کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ