Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د ایران مذهبي مشر د اټومي پروګرام خبرو پیل لپاره د ټرمپ غوښتنه رد کړه.
۱۹ حوت ۱۴۰۳

د ایران مذهبي مشر د اټومي پروګرام خبرو پیل لپاره د ټرمپ غوښتنه رد کړه.

د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌ای وايي چې امریکا له ایران سره د مذاکراتو لپاره نه‌، بلکې پر دغه هېواد د خپلو غوښتنو د منلو لپاره خبرې اترې غواړي.

علي خامنه‌ای دغه څرګندونې د ټرمپ د هغو خبرو په غبرګون کې کړي چې ویلي یې دي، د ایران مشر ته یې، د اټمي وسلو په اړه د خبرو بیاپیل په موخه لیک استولی دی.

ټرمپ د روانې اوونۍ پیل کې له فاکس‌بزنس سره په مرکه کې وویل: «دوه لارې دي چې د ایران مخه ونیول شي، پوځي او یا باید هوکړه وکړي، څو دغه هېواد له اټمی وسلو څخه راوګرځول شي.»

په ورته مهال د ایران چارواکو ویلي چې تراوسه یې، د امریکا ولسمشر له لوري کوم لیک نه‌دی ترلاسه کړی.

د ایران مذهبي مشر تهران کې له لوړپوړو چارواکو سره په لیدنه کې ټولې دغه څرګندونې رد کړي او پر واشنګټن یې، تور پورې کړی چې پر یاد هېواد د سختو بندیزونو په لټه کې دی.

هغه وویل: «ځینې زورواکي حکومتونه پر خبرواترو ټینګار کوي، خو د دوی خبرې اترې د مسلو د حل لپاره نه دي، بلکې د خپلو تمو د تسلط او تحمیلولو لپاره دي.»

ایت‌الله علي خامنه‌ای همداراز ټينګار کړی: «خبرې اترې د نویو غوښتنو د معرفي کولو یوه وسیله ده. مسله یوازې د اټومي مسلو په اړه نه ده، دوی «امریکا» نوي تمې راپورته کوي چې ایران به یې هېڅ‌کله ونه‌مني.»

ایران وايي چې اټومي پروګرام یې، سوله‌ییزې موخې لري او له کلونو راهیسې په نړیواله توګه تر بندیزونو او فشار لاندې دی.

مطالب

د ایران مذهبي مشر
د اټومي پروګرام خبرو پیل
لپاره د ټرمپ غوښتنه رد کړه

دا خبر نورو سره شریک کړئ