Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بریتانیا او فرانسه له اوکراین څخه د دفاع په موخه ځواک جوړوي.
۲۱ حوت ۱۴۰۳

بریتانیا او فرانسه له اوکراین څخه د دفاع په موخه ځواک جوړوي.

اسوشیټیډپرس د یوه فرانسوي چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې د پاریس په مذاکراتو کې به د نړۍ د ۳۲ هېوادونو استازي ګډون کوي چې د اوکراین لپاره نړیوال سوله ساتي ځواکونه جوړ کړي. د فرانسې د پوځ یو چارواکي وویل چې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو د جوړېدو موخه دا ده چې د روسیې مخه ونیول شي چې بیا په اوکراین برید ونه کړي. د سه شنبې د ورځې په دغې غونډې کې به د اسیا او اقیانوسیه هېوادونو استازي په انلاین بڼه ګډون کوي. بریتانیا او فرانسه د داسې یو ځواک جوړولو هڅه کوي. فرانسه دا ځواک د ملتونو ایتلاف بولي چې دا وړتیا به ولري او غواړي چې د اوربند په مهال د اوکراین د ساتلو د هڅو برخه وي. دغه چارواکي زیاته کړې که د روسیې په کوم برید کې اوربند مات شي، په درنو وسلو او د وسلو په زیرمو سمبال به دا ځواکونه د اوکراین په دفاع کې د مرستو لپاره ودانګي.

مطالب

بریتانیا او فرانسه
له اوکراین څخه
د دفاع په موخه
ځواک جوړوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ