لوګر کې ۳۰۰ تنو ته د کار په بدل کې نغدې پیسې ورکړل شوې.
د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې یادو کسانو ته د خروار ولسوالۍ اړوند د کرنې او مالدارۍ مدیریت له لوري د RRAA مؤسسې په مالي ملاتړ یو شمېر پروژو کې د کار زمینه برابره شوې وه.
د کرنې او مالدارۍ ریاست د عوایدو د تنظیم آمر قاري عبدالبصیرشاهد وویل؛ دغه پروژې، چې خروار ولسوالۍ کې پلي شوي، په کې د نیالګیو لپاره ترینچونه، یو چکډم، کاریز پاک کاري او د یو پلګوټي جوړول په کې شامل و، چې په وینا یې د همدې ولسوالۍ ٣٠٠ تنه بېوزله اوسېدونکو لپاره شل ورځنی کاري فرصتونه برابر شوي وو.
د نوموړي په خبره یادو پروژو کې هر کارګر ته د شلو کاري ورځو په بدل کې ۷۲۷۳ افغانۍ ووېشل شوې.