Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

جاپان په تېروتنه پراعدام محکوم شوي کس ته ۱.۴۴ میلیونه ډالر غرامت ورکوي.
۵ حمل ۱۴۰۴

جاپان په تېروتنه پراعدام محکوم شوي کس ته ۱.۴۴ میلیونه ډالر غرامت ورکوي.

د جاپان حکومت هغه کس ته چې نږدې ۵۰ کاله وړاندې د قتل په قضیه کې پر اعدام محکوم شوی و، ۱.۴۴ میلیونه ډالر غرامت ورکوي.

۸۸کلن ایوایو هاکامادا په ۱۹۶۸کال کې د خپل رییس، د نوموړي مېرمنې او دوو ماشومانو په وژنه تورن پېژندل شوی او له هغه وخت راهیسې د اعدام حکم ته په تمه و.

هاکامادا چې د یوه مسلکي سوک‌‌وهونکي په توګه پېژندل کېږي، په ۱۹۶۶کال کې د سویا تولید کارخونه کې کار کاوه. دغه خواړه د جاپان مشهوره خواړه دي او نړیوال شهرت لري.

په همدغه کال د یادې کارخونې مالک، مېرمنې او دوو اولادونو جسدونه د توکیو لوېدیځ د نوموړي په کور کې پیدا شول.

هغه مهال پولیسو ویلي و چې څلور واړه کسان د چړې په وسیله وژل شوي دي. پولیسو هاکامادا د یادې کورنۍ پر وژنه  او د ۲۰۰زره ین پیسو د غلا په تور تورن کړی و.

که څه هم هاکامادا په لومړیو کې د یادې کورنۍ له وژنې انکار وکړ، خو وروسته د وهلو او ډبولو له کبله، په جبري توګه اعتراف وکړ.

په ۱۹۶۸ کتال کې نوموړی پر دې وژنې تورن وپېژندل شو او په اعدام محکوم شو. هغه په ۲۰۱۴کال کې د ناوړه روغتیايي وضعیت له امله له زندان بهر شو  او له هغه راهیسې یې، سرپرستي، د خور له لوري کېږي.

نوموړي تېرکال بیا محکمه کې له دې قضیې برات ترلاسه کړ.

د هاکامادا قضیه چې د جاپان هېواد تر ټولو لویه حقوقي قضیه پېژندل شوې، حکومت اوس نوموړي ته د هرې ورځې بند کې ۸۳ ډالر ورکوي چې د ۴۶ کلونو بند په بدل کې به ۱.۴۴ میلیونه ډالر ترلاسه کړي.

مطالب

جاپان په تېروتنه
پراعدام محکوم شوي
کس ته ۱.۴۴ میلیونه
ډالر غرامت ورکوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ