Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د شمالي‌کوریا مشر د اټومي وسلې د کارونې لپاره د چمتووالي امر کړی.
۱۰ حوت ۱۴۰۳

د شمالي‌کوریا مشر د اټومي وسلې د کارونې لپاره د چمتووالي امر کړی.

د شمالي‌کوریا مشر کېم جونګ اون د کروز توغندي له ازموینې وروسته د اټومي وسلې د کارونې  لپاره د چمتووالي امر کړی دی.

د شمالي‌کوریا دولتي خبري اژانس «KCNA » ویلي: «دا ازموینه دښمنانو ته د خبرداري ورکولو لپاره ډیزاین شوې وه، کوم چې د (هېواد) امنیتي چاپېریال په جدي توګه نقضوي او د مقابلې چاپېریال ګواښ زیاتوي او د مختلفو اټومي عملیاتو وسلو د چمتووالي ښودلو لپاره جوړ شوی و.

د یاد اژانس د خبر له مخې، دغه توغندی د کوریا ټاپووزمې لوېدیځ غاړې سواحل کې ازمویل شوی دی.

سوېلي‌کوریا هم د شمالي‌کوریا د څو کروز توغندیو ازموینه تایید کړې ده.

شمالي‌کوریا د وروستیو کلونو پرمهال د ستراتیژیکو کروز توغندیو د پراختیا او د اټومي سروکو لېږد لپاره هڅې ګړندی کړي دي.

د ملګروملتونو امنیت شورا د شمالي‌کوریا د بالېستیک او اټومي توغندیو او وسلو پر جوړولو بندیز لګولی او پر دغه هېواد یې، بندیزونه هم وضع کړي دي.

مطالب

د شمالي‌کوریا مشر
د اټومي وسلې د کارونې لپاره
د چمتووالي امر کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ