Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

روان کال په امریکا کې ۱۵۶ وسله والې پېښې شوې دي.
۲۶ جوزا ۱۴۰۴

روان کال په امریکا کې ۱۵۶ وسله والې پېښې شوې دي.

د امریکا وسله والو پېښو ارشیف ادارې ویلي، چې روان میلادي کال د امریکا په ایالتونو کې ۱۵۶ وسلوالې پېښې ثبت شوې دي.

 رویټرز خبري اژانس دغه خبر د یادې ادارې په حواله نن خپور کړی خو په دغو پېښو کې د اوښتي زیان په اړه یې کره معلومات نه دي خپاره کړي. 

یادې ادارې امریکا کې د وسله والو پېښو معلومات داسې مهال له یاد اژانس سره شریک کړي چې پرون ماښام یوتا ایالت کې د یو کلنۍ مېلې پر 

مهال د دوو ډلو ترمنځ شخړه کې ۵ کسان په مرمیو ولګېدل چې درې یې ځای په ځای ووژل شول او دوه نور ټپیان دي. 

د یوتا ایالت پولیسو ویلي، په وژل شویو کې یو هم اته میاشتنی ماشوم دی.

مطالب

روان کال په امریکا کې
۱۵۶ وسله والې پېښې شوې دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ