Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ترکمنستان او قطر د افغانستان د ټولنیز اقتصادي وضعیت په اړه خبرې کړې.
۲۷ حوت ۱۴۰۳

ترکمنستان او قطر د افغانستان د ټولنیز اقتصادي وضعیت په اړه خبرې کړې.

د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر او د کابینې یو شمېر نورو غړو د قطر د بهرنیو چارو او لومړي وزیر، محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره کتلي دي. د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې په دغه کتنه کې د ګڼو نورو مسایلو ترڅنګ د سیمې په ځانګړې توګه د افغانستان د امنیت او ټولنیز-اقتصادي وضعیت په اړه په مفصل ډول د نظر تبادله شوې ده. خبرپاڼې زیاته کړې چې په افغانستان کې د سرحد آباد-هرات د برخې د ودانیزو چارو کارونو پرمختګ څېړل شوی، چې دا د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند د(ټاپي) د نړۍوالې ګاز نللیکې د پلي کېدو یو مهم پړاو ګڼل کېږي. قطري لوري بیا په دغه برخه کې همکارۍ ته لېوالتیا ښودلې ده.

مطالب

ترکمنستان او قطر
د افغانستان
د ټولنیز اقتصادي
وضعیت په اړه خبرې کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ