ایران قطر کې د امریکا په پوځي اډې برید کړی.
د راپورونو پر اساس، ايران په قطر کې د امريکا پوځي اډې ويشتلو لپاره پر دغه هېواد توغندي توغولي دي.
د ایران وسلهوالو ځواکونو تېره شپه (دوشنبه، سرطان دویمه) یوه بیانیه کې وویل چې سپاه پاسداران قطر کې د امریکا په العدید اډې شپږ توغندي توغولي دي.
ورته وخت کې رویټرز اژانس راپور ورکړی چې د قطر دوحې کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي.
تر اوسه د دغو بریدونو زیانونو په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.
ایران داسې مهال قطر کې د امریکا په پوځي اډې توغندیز برید کړی چې د یکشنبې په سهار امریکا د ایران په دریو اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل.
تر هغه برید وروسته ایران ګواښ کړی وو چې امریکا ته به سخت ځواب ورکړي.