Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د چین ځانګړي استازي بلنه؛ متقي روانه میاشت بیجینګ ته ځي.
۲۱ ثور ۱۴۰۴

د چین ځانګړي استازي بلنه؛ متقي روانه میاشت بیجینګ ته ځي.



د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوي شیایونګ سره لیدنه کې د سیاسي اړيکو او اقتصادي همکاریو په پراختیا خبرې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل نن (یکشنبه، ثور ۲۱) پر اېکسپاڼه لیکلي چې د چین ځانګړي استازي وویل چې هېواد به یې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي او په اقتصادي پرمختګ کې به له خپلې ونډې درېغ ونه‌کړي.

همداراز یو شیایو یونګ د روانې میلادي میاشتې په پای کې د چین د بهرنیو چارو وزیر لخوا د امیر خان متقي ته د رسمي سفر بلنه ورکړه چې د افغان لوري لخوا ومنل شوه.

امیر خان متقي د دواړو هیوادونو ترمنځ په سوداګریزه برخه کې پرمختګونه د ستاینې وړ بللي دي.

د چین ځانګړي استازي او بهرنیو چارو وزارت سرپرست دغه لیدنه تېره ورځ کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین له لومړنۍ درې اړخیزه غونډې وروسته شوې ده.

هغه غونډه کې ګډون‌کوونکو د امنیتي او اقتصادي همکاریو او د سیمه‌ییز ثبات په اړه لیدلوري شریک کړي دي.

مطالب

د چین ځانګړي استازي بلنه
متقي روانه میاشت بیجینګ ته ځي

دا خبر نورو سره شریک کړئ