Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

فراه کې سېلابونه؛ ۲۴ کسان مړه او ۳۱ ټپیان شوي.
۸ حوت ۱۴۰۳

فراه کې سېلابونه؛ ۲۴ کسان مړه او ۳۱ ټپیان شوي.



د فراه محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د سېلابونو راوتلو له امله د مړو شویو شمېر ۲۴ او د ټپیانو شمېر بیا ۳۱ ته لوړ شوی دی.

د فراه د پېښو پروړاندې د مبارزې رییس محمداسراییل سیار وايي چې د یاد ولایت په بالابلوک او فراه‌رود ولسوالیو کې د سېلابونو له مله دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان دي.

د نوموړي په وینا، تېره ورځ په فراه‌رود کې راوتلیو سېلابونو د ځاني زیانونو ترڅنګ، د هستوګنې ۶۰ کورونه نړولي او شاوخوا ۱۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم له‌منځه تللې ده.

بالابلوک هم د هستوګنې لس کورونه ویجاړ شوي او څه باندې ۱۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم له‌منځه تللې.

د فراه د محلي مسوولانو د معلوماتو له مخې، د یاد ولایت په پشت‌کوه ولسوالي کې ۲۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان دي.

همداراز په بکواه ولسوالي کې بیا راوتلیو سېلابونو د یوه کس ژوند اخیستی او ۲۰ نور ټپیان دي.

مطالب

فراه کې سېلابونه
۲۴ کسان مړه او ۳۱ ټپیان شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ