هېواد کې کروندګر د انجې بوټي د شیرې بیې ټیټېدو ته اندېښمن دي.
د هېواد یو شمېر کروندګر چې د انجې پر بوټي یې پانګونه کړې ده، د دغو کرنیزو محصولاتو د پلور په برخه کې، د ستونزو خبره کوي. د دوی په وینا د مناسب بازار نشتوالي له امله د یو کیلو انجې بیه، له ۲۵ زره افغانیو ۷ زره افغانیو ته رالوېدلې ده. کروندګر د سرپرست حکومت له چارواکو غوښتنه کوي، چې دغه ارزښتناک بوټي ته په کور دننه او بهر بازارونه رامنځته کړي. بلخوا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې د انجې بوټي بیه د دې بوټي د نړۍوال تولید د زیاتوالي له امله ټيټه شوې ده. د دغه وزارت ویاند د یاد بوټي د پلور لپاره د نړۍوالو بازارونو د جوړېدو په برخه کې هم د هڅو خبره کوي.