Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پر غزې د اسراییل بریدونو کې ٣٠ فلسطینیان وژل شوي.
۱۷ حمل ۱۴۰۴

پر غزې د اسراییل بریدونو کې ٣٠ فلسطینیان وژل شوي.



د فلسطین روغتيايي مسوولانو ویلي چې اسراییلي ځواکونو تېره ورځ د غزې پر بېلا بېلو سیمو بریدونه کړي چې ٣٠ فلسطیني وګړي په کې وژل شوي.

د رپوټونو په اساس، له دغو ٣٠ وژل شویو ١٢ يې د غزې سويل کې خان یونس او شمال کې بیت حانون ښار کې وژل شوي دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت له لوري د وړاندې شويو شمېرو پر بنسټ، پر غزې د اسراييل د بریدونو د دویم پړاو له پیل راهیسې څه باندې یو زر او ٢٥٠ کسان وژل شوي او تر ٣ زرو زیات ټپیان دي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسراییلو بریدونو کې څه باندې ۵۰زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

همداراز غزه کې چارواکي وايي چې په اټکلیزه توګه څه باندې ۶۰زره کسان لاهم د ویجاړو شویو ودانیو د خاورو او ډبرو لاندې دي.

د اسراییلو بریدونو کې له ۱۰۰زره ډېر فلسطینیان ټپیان شوي هم دي او میلیونونه کسان له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي دي.

مطالب

پر غزې د اسراییل
بریدونو کې
٣٠ فلسطینیان وژل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ