Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ننګرهار کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
۲۲ حمل ۱۴۰۴

ننګرهار کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

ننګرهار کې د صنعت او سوداګرۍ رياست له لوري د کورنيو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو. 

دغه نندارتون چې د نارنج ګل ملي او نړۍوال نندارتون نومول شوی، کورنيو تولیداتو ته د بازارموندنې، پانګوالو ته د اقتصادي متخصصينو له لوري د سوداګرۍ برخه کې د مشورو ورکولو او د صنعت د ودې په موخه جوړ شوی دی.

 د مسوولینو په خبره یاد نندارتون چې د جلال‌اباد ښار د سراج‌العمارت په بڼ کې پرانيستل شوی، درې ورځې به دوام وکړي. 

د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رييس ویلي، د نارنج ګل ملي او نړۍوال نندارتون په ۱۲۰ غرفو کې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو ډول ډول تولیدات او محصولات نندارې ته اېښودل شوي.

مطالب

ننګرهار کې د کورنیو تولیداتو
درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

دا خبر نورو سره شریک کړئ