Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

افغانستان کې نن د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.
۱۷ جوزا ۱۴۰۴

افغانستان کې نن د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.



اختر چې د مسلمانانو له خاصو مناسبتي ورځو څخه دی، په ټولو اسلامي هېوادونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نمانځل کيږي.

زینت راډیو تاسو درنو هېوادوالو او ټولو مسلمانانو ته د اختر مبارکي وړاندې کوي او هیله لري چې له خوښیو ډک اختر ولرئ.

د اختر په لومړۍ ورځ افغانستان کې اکثر خلک قرباني کوي.

روغتیاپالانو هېوادوالو ته لارښوونه کړې چې د ذبح پرمهال دستکش په لاسونو کړي او ماسکونه وتړي، ځکه چې د کانګو ناروغۍ پیښې زیاتې شوې دي.

کابل کې د انتاني روغتون مسوولانو رسنیو ته ویلي، سږکال د کانګو تبې مثبتې پيښې د تېر کال په کې له لسو تر پنځلسو سلنې ډیرې شوي.

د یادونې ده چې د سعودي عربستان په ګډون ګڼو هېوادونو کې تېره ورځ جمعه د لوی اختر لومړۍ ورځ وه.

مطالب

افغانستان کې
نن د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

دا خبر نورو سره شریک کړئ