Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د مرکزي بهسودو ولسوالي لویه لاره د ټرافیکو پرمخ پرانېستل شوه.
۲۷ حوت ۱۴۰۳

د مرکزي بهسودو ولسوالي لویه لاره د ټرافیکو پرمخ پرانېستل شوه.



د میدان‌وردګ محلي مسوولان وايي، د دغه ولایت د مرکزي بهسودو ولسوالي لویه لاره چې د واورې ورښت او برف‌کوچ له امله تړل شوې وه، بېرته پرانېستل شوه.

د دغه ولایت د والي ویاند وحیدالله سرروي رسنیو ته وویل، دغه لویه لاره یوه اوونۍ وړاندې د مرکزي بهسودو ولسوالي په «کوه بیرون» سیمه کې د زیاتې واورې اورښت او برفکوچ له امله تړل شوې وه چې نن د ولایتي ادارې په هلو ځلو دوباره پرانېستل شوه.

نوموړي زیاته کړه چې د مرکزي بهسودو ولسوالي اوسېدونکي کولای شي چې په ډاډه زړه نورو ولسوالیو ته تګ راتګ وکړيږ

سروي وایي، د مرکزي بهسودو ولسوالۍ په «دشت مزار» سیمه کې هم د زیاتې واورې اورښت له امله یاده لاره د موټرو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې چې ولایتي اداره هڅه کوي یاده لویه لاره هم د موټرو تګ راتګ پرمخ پرانیزي.

مطالب

د مرکزي بهسودو
ولسوالي لویه لاره
ټرافیکو پرمخ

دا خبر نورو سره شریک کړئ