Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سوداګرۍ وزارت: د افغانستان بهرنۍ سوداګرۍ له خنډ پرته دوام لري.
۲۷ جوزا ۱۴۰۴

سوداګرۍ وزارت: د افغانستان بهرنۍ سوداګرۍ له خنډ پرته دوام لري.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، له افغانستان سره د هېوادونو سوداګریزه راکړه ورکړه په منظم ډول او له خنډ پرته دوام لري.

 یاد وزارت د هېواد د ګمرکونو او ولایتي مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ ویلي، چې له افغانستان سره د سیمې او ګاونډیو هېوادونو تجارتي اړیکې نورمالې او په کور دننه بازارونو ته د توکو د وارداتو، ترانزېټ په عادي ډول روان دی. 

د یاد وزارت د خپرې شوې اعلامیې له مخې، سرپرست حکومت د مرکزي اسیا له هېوادونو څخه د وارداتي توکو او بدیلو لارو په برخه کې اړین اقدامات کړي.

 یاد وزارت ویلي، په بازارونو کې یې د هغو کسانو په وړاندې، چې احتکار کوي جدي اقدامات کړي او له خلکو یې غوښتي چې اندېښنه ونه کړي. 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت داسې مهال دا خبر ورکړی، چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې د ایران او اسرائیلو ترمنځ جګړه روانه ده او له امله یې د خلکو ترمنځ د سوداګریزو توکو د نرخونو د لوړېدو په اړه اندېښنې رامنځته شوې.

مطالب

سوداګرۍ وزارت
د افغانستان بهرنۍ سوداګرۍ
له خنډ پرته دوام لري

دا خبر نورو سره شریک کړئ