Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ای پي ایل؛ نور احمد په یوازې۳ لوبو کې ۹ ویکټې ترلاسه کړې.
۱۱ حمل ۱۴۰۴

ای پي ایل؛ نور احمد په یوازې۳ لوبو کې ۹ ویکټې ترلاسه کړې.

د هند په شل اوریز سوداګریز لیګ(ای پي ایل) کې تر دې دمه ۱۱ لوبې ترسره شوې دي.

تردې دمه ترټولو ډېرې ویکټې افغان سوکه توپ اچوونکي نور احمد ترلاسه کړې او تر ټولو زیاتې منډې ویسټینډیزي لوبغاړي نیکولاس پورن جوړې کړي دي.

 نور احمد چې په سږني پړاو ای پي ایل کې له چینای لوبډلې سره لوبېږي په یوازې ۳ لوبو کې یې ۹ ویکټې ترلاسه کړې دي او له ټولو توپ اچوونکو څخه مخکښ دی. 

د زیاتو منډو جوړوونکو په ډله کې بیا نیکولاس پورن په یوازې ۲ لوبو کې ۱۱۴ منډې جوړې کړې دي. د یادولو وړ ده، چې په یاد کې ۱۲مه لوبه نن ماښام ۶ نیمې بجې د ممبي او کلکتې لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

مطالب

ای پي ایل
نور احمد په یوازې۳ لوبو
کې ۹ ویکټې ترلاسه کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ