Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ایرلنډ کرکټ بورډ؛ له افغانستان سره د لوبو لړۍ د مالي ستونزو له امله فسخ کړې.
۲۳ حوت ۱۴۰۳

ایرلنډ کرکټ بورډ؛ له افغانستان سره د لوبو لړۍ د مالي ستونزو له امله فسخ کړې.

د ایرلنډ کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره د ټیسټ، یو ورځنیو نړیوالو او شل اوریزو لوبو لړۍ د مالي ستونزو له امله فسخ کوي. د ایرلینډ د کرکټ بورد اجرائیوي مشر، وارن دویترم د سه شنبې په ورځ د نورو هیوادونو سره د لوبو د مهال ویش د اعلان پر مهال وویل، چې د افغانستان سره لوبې د مالي دلایلو له امله چې له وړاندې پلان شوې وې، نه شي ترسره کولای. نوموړي زیاته کړې، چې دا پریکړه د ادارې د لنډمهالې بودجوي ستونزو له کبله شوې ده. د افغانستان کرکټ بورډ د ایرلینډ لخوا د لوبو د لړۍ فسخ کولو په تړاو لا تر اوسه څه ندي ویلي.

مطالب

ایرلنډ کرکټ بورډ
له افغانستان سره د لوبو لړۍ
د مالي ستونزو له امله فسخ کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ