Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د افغانستان او روسیې ترمنځ پنځه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
۲۷ ثور ۱۴۰۴

د افغانستان او روسیې ترمنځ پنځه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

کازان کې د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او په اقتصادي چارو کې د روسیې فدراسیون د لومړي وزیر مرستیال الکسي اویرچوک له لوري د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې پنځه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

 اقتصادي معاونیت وایي، چې دغه هوکړه لیکونه د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت او د روسیې فدراسیون د ټرانسپورټ وزارت ترمنځ د ټرانسپورټ او ټرانزیټ، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې پراختیا، د دواړو هېوادونو د یوشمېر لویو خصوصي شرکتونو ترمنځ په افغانستان کې د نفت او ګازو د اکتشاف استخراج او تصفیې او دغه راز د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او صنعتي- لوجستیکي کمپلکس جوړولو په برخو کې دي.

مطالب

د افغانستان او روسیې ترمنځ
پنځه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

دا خبر نورو سره شریک کړئ