Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ډبلیو ایف پي: په نړۍ کې شدیده لوږه د پراخېدو په حال کې ده.
۲۱ دلو ۱۴۰۳

ډبلیو ایف پي: په نړۍ کې شدیده لوږه د پراخېدو په حال کې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) راپور ورکړی، چې شدیده لوږه په نړۍ کې د پراخېدو او زیاتېدو په حال کې ده او د افغانستان په ګډون په ۷۴ هېوادونو کې یې ۳۴۳ مېلیونه تنه تر اغېزې لاندې دي. د دغه راپور پر بنسټ، په غزې، سوډان، سو‎ېلي سوډان، هایټي او مالي کې، ۱.۹ مېلیونه تنه له قحطۍ سره مخ دي.  د خوړو نړیوال پروګرام دغه راز زیاته کړې، چې د ۲۰۲۵ کال لپاره ۱۶.۹ مېلیارد ډالرو ته اړتیا لري، چې په نړۍ کې د خوړو له پلوه ۱۲۳ مېلیونه تر ټولو زیانمنو او نا‌امنو کسانو سره مرسته وکړي.

مطالب

ډبلیو ایف پي
په نړۍ کې شدیده لوږه
د پراخېدو په حال کې ده

دا خبر نورو سره شریک کړئ