Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

چین او پاکستان له سرپرست حکومت سره ګډه غونډه کوي.
۲۰ ثور ۱۴۰۴

چین او پاکستان له سرپرست حکومت سره ګډه غونډه کوي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د چین له ځانګړي استازي یو شیاویونګ سره کتلي دي. 

محمد صادق خان د چین له ځانګړي استازي سره د نورو جزییاتو له ورکولو پرته د ليدنې عکس خپور کړی. ټاکل شوې د افغانستان، پاکستان او 

چین ترمنځ درې اړخیزه غونډه نن په کابل کې جوړه شي. د دغې درې اړخیزې غونډې موخه د هغو خبرو تعقیب ښودل شوی، چې درې واړو 

هېوادونو پرې مخکې په درې اړخیز میکانیزم کې خبرې کړي او په ګډو سیاسي او اقتصادي همکاریو پکې خبرې کېږي.

مطالب

چین او پاکستان
له سرپرست حکومت
سره ګډه غونډه کوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ