Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خوست کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
۱۶ دلو ۱۴۰۳

خوست کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د خوست ولایت په ۲ ولسوالیو کې د ویالو او خامه سړکونو د پاکولو چارې پيل شوې، چې له امله یې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. د سرچینې د مالوماتو له مخې دغه پروژې د علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ په زېړۍ غونډۍ او چینو غونډۍ سیمو کې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ، د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ ترسره کېږي. د یادولو وړ ده، چې په سیمه کې د ویالو او خامه سړکونو د پاکولو چارو بشپړېدل به د یادو سیمو اوسېدونکو لپاره ګڼې ستونزې هوارې کړي، چې په پایله کې به یې د سیمو د ترانسپورټي وضعیت ښه او کرنیزو ځمکو ته به اوبه برابرې شي.

مطالب

خوست کې
سلګونو کسانو ته
د کار زمینه
برابره شوې ده

دا خبر نورو سره شریک کړئ