Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پروان کې په څه باندې دوو میلیونه افغانیو «دوه کیلومټره» سړک رغول کېږي.
۱۰ سرطان ۱۴۰۴

پروان کې په څه باندې دوو میلیونه افغانیو «دوه کیلومټره» سړک رغول کېږي.

د پروان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د دوو کیلومټره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې.

دغه سړک د «۲۳۴۰۰۰۰» افغانیو په لګښت د یاد ولایت سالنګ ولسوالي کې رغول کېږي.

د پروان د کلیوبیارغونې او پراختیا رییس عبدالصمد صادق نن سه‌شنبه، چنګاښ لسمه، سلام‌‌وطندار ته ویلي چې د یادې پروژې لګښت د نړیوال بانک له لوري ورکول کېږي او چارې یې د اکتید موسسې له لوري پرمخ وړل کېږي.

د نوموړي په وینا، د یاد سړک یوکیلومټر د سالنګ ولسوالي په سبزه‌يي للمک او یوکیلومټر نور سړک بیا درده‌يي بالا سیمه کې رغول کېږي.

د پروان د کلیوبیارغونې او پراختیا رییس د معلوماتو له مخې، د دې پروژې په بشپړېدو سره به ۲۲۹ کورنۍ ګټه واخلي او د سیمې ۱۸۹ کسانو ته به د کارکولو زمینه هم برابره شي.

د یادونې وړ ده چې یاد کلي غرنۍ سیمو کې پراته دي او د دغه سړک په جوړېدو سره به د دې سیمو اوسېدونکي د ولسوالیو له مرکز او د یاد ولایت له مرکزي ښار سره ونښلول شي.

مطالب

پروان کې په څه باندې دوو میلیونه افغانیو
«دوه کیلومټره» سړک رغول کېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ