Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اذربایجان کې د ۲۰هېوادونو د استازو په ګډون د افغانستان په تړاو غونډه شوې.
۹ ثور ۱۴۰۴

اذربایجان کې د ۲۰هېوادونو د استازو په ګډون د افغانستان په تړاو غونډه شوې.



د اذربایجان دولتي خبري اژانس «اذربایجان پرس» نن (سه‌شنبه، ثور ۹) راپور ورکړی چې د دغه هېواد دولتي امنیتي ادارې د ۲۰ هېوادونو د استازو او امنیتي ادارو په ګډون باکو ښار کې د “افغانستان؛ سیمه‌ییز اتصال، امنیت او پراختیا” تر سرلیک لاندې نړیواله غونډه ترسره شوې.

د اذربایجان د دولتي امنیت ادارې مشر علي نقی‌یف ویلي، د دې غونډې یوه موخه د یو ګډ دریځ وړاندې کول دي، څو د هغو ورانوونکو ځواکونو او «ترهګریزو ډلو» د هڅو مخه ونیول شي چې د افغانستان د بې‌ثباتۍ هڅه کوي.

د علي نقی‌یف په وینا، اذربایجان تل د افغانستان د کورني سیاسي ثبات او امنیت په برخه کې له نړیوالو نوښتونو ملاتړ کړی دی.

د اسلامي امارت مسوولانو دغه غونډه کې د خپل استازي د ګډون په اړه څه نه دي ویلي.

مطالب

اذربایجان کې
د ۲۰هېوادونو د استازو په ګډون
د افغانستان په تړاو غونډه شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ