Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د هېواد په اتو ولایتونو کې د اورښتونو اټکل شوی.
۱۰ سرطان ۱۴۰۴

د هېواد په اتو ولایتونو کې د اورښتونو اټکل شوی.

د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت اړوند د هواپېژندنې ریاست د هېواد په اتو ولایتونو کې د سختو اورښتونو، تندو بادونو او سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی دی.

د هوا پېژندنې ریاست په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې یادو ولایتونو کې د اورښتونو دغه اټکل نن سه‌شنبه، چنګاښ لسمه، شوی دی.

په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا هغه ولایتونه دي چې د اورښتونو اټکل په‌کې شوی.

د هوا پېژندنې ادارې په دې ولایتونو کې له ۱۰ څخه تر ۲۵ ملي مترو پورې د باران وړاندوینه کړې ده.

په خبر پاڼه کې راغلي چې په سوېل‌ختیځ، لوېدیځ او مرکزي ولایتونو کې د چټکو بادونو او دوړو امکان هم شتون لري.

تمه کېږي چې د باد چټکتیا به په بېلابېلو سیمو کې په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۷۵ کیلومترو پورې وي.

له دې وړاندې هم د هېواد په یوشمېر سیمو کې د اورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي و چې د مرګ‌ژوبلې ترڅنګ یې، خلکو ته ګڼ‌ مالي زیانونه هم اړولې دي.

مطالب

د هېواد په اتو ولایتونو کې
د اورښتونو اټکل شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ