لوګر کې د کرکټ لس اوریزه اختریز جام د ناصر لوبډلې په بریا پای ته ورسېد.
د لوګر ولایت د کرکټ آمریت مسوولین وایي، دغه اختریز لس اوریزه کرکټ ټورنمنټ، چې پای لوبه یې د پل قندهاري او ناصر لوبډلې تر منځ تر سره شوه، د ناصر لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د لوګر کرکټ آمر حشمت الله ستانکزي ویلي، دغه کرکټ ټورنمنټ د محمدآغې ولسوالۍ میرزاخېلو کلي کې د ۳۸ لوبډلو ترمنځ جوړ شوی وو، چې پای لوبه کې یې د لوګر ناصر لوبډلې وکولی شول د پل قندهاري لوبډلې ته د ۵۲ منډو په توپیر ماته ورکړي او خپله بریا ترلاسه کړي.
ښاغلي ستانکزي زیاته کړې، له یاد ټورنمنټ جوړولو څخه موخه د کرکټ لوبې ته وده ورکول، په دې برخه کې د ځوانانو د وړتیاوو را برسېره کول او د نشه يې توکو پر وړاندې مبارزه وه.
د ویلو وړ ده، چې تېره ورځ هم په دغه ولایت کې د ۳۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.
زینت راډیو – لوګر.