Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

زېلېنسکي: د ټرمپ طرحه باید د روسیې د یرغل مخه ونیسي.
۲۲ دلو ۱۴۰۳

زېلېنسکي: د ټرمپ طرحه باید د روسیې د یرغل مخه ونیسي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي وايي چې د جګړې پای ته رسولو لپاره د ډونالډ ټرمپ طرحه باید نه یوازې جګړه ودروي، د روسیې د تېري مخنیو هم باید تضمین کړي.

زېلېنسکي زیاته کړې چې اوکراین نه‌غواړي، هغه سوله او هوکړې تکرار کړي چې اوس یې، له امله جګړه کې دی.

هغه له ای‌ټي‌وي سره مرکه کۍ ویلي: «یوه درېدلې جګړه به د بیاځلې یرغل لامل شي. دا وضعیت به تاریخ کې د کوم کس نوم ګټلی اعلان کړي؟ د هېڅ کس. دا به د ټولو لپاره ماته وي، هم موږ او هم ټرمپ.»

هغه زیاته کړه: «ټرمپ نه یوازې باید جګړه پای ته ورسوي، بلکې داسې څه وکړي چې پوتین ته نور چانس ورکړي چې جګړه وکړي. دا اصلي نکته ده او ټول یې، باید ارزښت ته پام وکړي. دا رښتینې کامیابي ده.»

نوموړي یوځل بیا د جګړې پر پای ته رسولو ټيڼګار کړی.

مطالب

زېلېنسکي
د ټرمپ طرحه
باید د روسیې
د یرغل مخه ونیسي

دا خبر نورو سره شریک کړئ