Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د پکتیا خرلاڅي لاره د سوداګریزو توکو پرمخ پرانیستل شوه.
۱۹ ثور ۱۴۰۴

د پکتیا خرلاڅي لاره د سوداګریزو توکو پرمخ پرانیستل شوه.

د پکتيا د ډنډ پټان ولسوالۍ د کميسارۍ اداري امر، سيف الرحمن عبيده ويلي، دغې ولسوالۍ کې له پاکستان سره د خرلاڅي دروازه له اووه مياشتني ځنډ وروسته تېر ماښام مهال د سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شوه. 

هغه زياتوي چې هڅې روانې دي څو دغه لار د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي. 

دغه لار شاوخوا ۷ مياشتې مخکې د ډيورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته له قومي شخړې وروسته د پاکستان له لوري تړل شوې وه.

مطالب

د پکتیا خرلاڅي لاره
د سوداګریزو توکو
پرمخ پرانیستل شوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ