Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د اسراییلو له لوري د غزې کلابندي د دوه میلیونه فلسطینیانو ژوند ګواښي.
۲۱ حوت ۱۴۰۳

د اسراییلو له لوري د غزې کلابندي د دوه میلیونه فلسطینیانو ژوند ګواښي.



د ملګروملتونو د بشري مرستو چارواکي وايي چې غزه کې د اسراییلو کلابندي د څه باندې دوه میلیونه فلسطینیانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

د فلسطین د اشغال شوې خاورې لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو همغږی‌کوونکی مهند هادي وايي چې نړیوال بشري قانون روښانه دی او په وینا یې، اسراییل باید پرته له ځنډ غزې ته بشري مرستې پرېږدي.

هادي زیاته کړې چې نږدې لس ورځې کېږي چې اسراییلو غزه کلابنده کړې او له بشري مرستو بار ولاړیو لاریو ته د تګ‌ اجازه نه‌ورکوي.

نوموړی وايي چې دغه مرستې غزه کې له جګړې پاتې ژوندیو کسانو ته حیاتي دي او باید ورورسول شي.

هادي په یوې بیانیه کې ویلي چې د مرستو لېږد برخه کې ځنډ به د اوربند پرمختګونه برعکس کړي.

بل‌خوا قطر او اردن وايي چې پر غزې د روانې کلابندۍ سره اسراییلو غواړي چې د یادې سیمې پر اوسېدونکو لوږه تحمیل کړي.

مطالب

د اسراییلو له لوري
د غزې کلابندي
د دوه میلیونه
فلسطینیانو ژوند ګواښي

دا خبر نورو سره شریک کړئ