Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

مولوي عبدالکبیر له بېګدلي سره د افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي.
۱۹ سرطان ۱۴۰۴

مولوي عبدالکبیر له بېګدلي سره د افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بېګدلي سره د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي. 

په دې کتنه کې بېګدلي، هرات او نیمروز ولایتونو ته د خپل وروستي سفر جزئیات شریک کړي او زیاته یې کړه چې د راستنېدونکو افغانانو د ستونزو د حل لپاره دوه اړخیزو کمېټو کار پیل کړی او تر دې مهاله ګڼې ستونزې هوارې شوې دي. 

نوموړي وویل چې د ایران دولت د راستنېدونکو افغانانو پر ویزو جریمه معاف کړې او د هغوی د شخصي وسایلو د انتقال ګمرکي تعرفې یې هم لغوه کړې دي. 

د ایران سفیر دغه راز ټینګار کړی، چې ډېری افغانان په داوطلب ډول له ایران څخه راستانه شوي دي.

مطالب

مولوي عبدالکبیر له بېګدلي سره
د افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ

مولوي عبدالکبیر له بېګدلي سره د افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي.