Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خلفان: عرب سوداګر به افغانستان کې پانګونې ته وهڅوو.
۱۶ ثور ۱۴۰۴

خلفان: عرب سوداګر به افغانستان کې پانګونې ته وهڅوو.

د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي، سیف محمد خلفان او مل پلاوي یې د اوسپنې پټلۍ له مرستیال، محمد اسحاق صاحبزاده سره کتلي دي. 

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغه کتنه کې دواړو لورو د اوسپنې پټلۍ اړوند د وروستیو پرمختګونو، دوه اړخیزو همکاریو او ګڼو نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

 په دغو خبرو کې د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي، سیف محمد خلفان ژمنه کړې چې هڅه به کوي چې عرب سوداګر د افغانستان د وسپنې پټلۍ برخه کې پانګونې ته را جلب کړي.

مطالب

خلفان: عرب سوداګر
به افغانستان کې پانګونې ته وهڅوو

دا خبر نورو سره شریک کړئ