Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سپین‌بولدک کې سوداګر: پاکستان افغان سوداګر د پانګې لېږد ته هڅوي.
۱۲ حوت ۱۴۰۳

سپین‌بولدک کې سوداګر: پاکستان افغان سوداګر د پانګې لېږد ته هڅوي.

یوشمېر افغان پانګه‌وال شکایت کوي چې پاکستان د سپین بولدک-چمن دروازه کې د دوی پر وړاندې محدودیتونه زیات کړي، څو پانګه‌وال اړ کړي چې خپل کاروبار د فرضي کرښې هغې غاړې ته ولېږدوي.

د کندهار د سپین‌بولدک ښاروالۍ د حساب ورکولو غونډې ته افغان پانګه‌وال حاجي محمد چې هېواد ته چاپاني موټر لېږدوي وویل، پاکستان په ځلونو ورڅخه غوښتي، څو خپله پانګه له سپین‌بولدک څخه د فرضي کرښې هغې غاړې ته ولېږدوي.

د هغه په وینا، پاکستان هلته سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي، خو موخه یې د سپین‌بولدک د اقتصادي حرکت کمزوری کول دي.

ده وویل: «څو ځله یې زموږ پانګوالو ته وړاندیز شوی چې تاسو دلته راشئ، څه غواړئ، د دروازې بندول، پاسپورټ جبري کول او ویزې دا په لوی لاس زموږ سوداګرو ته ستونزې جوړول دي. مونږ ته داسې وېل شوي چې زموږ غاړې ته راسئ، تاسو ته هر ډول اسانتیاوي برابروو، خو موږ افغان سوداګر دا نه‌غواړو.»

سپین‌بولک کې یوشمېر نورو افغان سوداګرو هم وویل، پاکستان د دوی پر وړاندې محدودیتونه او ستونزې زیاتې کړي، څو هغوی اړ کړي چې خپله شتمني هغه هېواد ته انتقال کړي.

ورته وخت کې ځايي مسوولان وايي، د پانګه‌والو د ملاتړ لپاره یې هر اړخیزې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

د کندهار د سپین‌بولدک ولسوال رحیم‌الله محمود وایي، پاکستان د اقتصادي سیالۍ پر ځای د خطا ایستنې پالیسۍ ته مخه کړې او هڅه کوي چې د سپین‌بولدک اقتصادي بهیر ته زیان ورسوي.

مطالب

سپین‌بولدک کې سوداګر
پاکستان افغان

دا خبر نورو سره شریک کړئ