Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ننګرهار کې د نيالګيو کېنولو پسرلنی کمپاين پيل شو.
۳ دلو ۱۴۰۳

ننګرهار کې د نيالګيو کېنولو پسرلنی کمپاين پيل شو.

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست له لوري په دغه ولايت کې د نيالګيو کېنولو کلنۍ کمپاين پيل شو. مسوولین وايي، سږ کال به د دغه کمپاین له لارې، د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې شاوخوا څلور میلیونه بېلابېل ډوله نیالګي کېنول شي. د کرنې ریاست مسوولین دغه راز د اقلیم ښه والي په موخه له خلکو د نیالګیو کېنولو او ساتنې غوښتنه کوي. ورته مهال دغه ولایت کې، د کرنې او مالدارۍ خصوصي سکټور وايي، ننګرهار د کرنې په برخه کې پر ځان بسیا شوی او دوی هڅه کوي، چې په دې برخه کې اړین ګامونه پورته کړي.

مطالب

ننګرهار
د نيالګيو کېنولو کلنۍ کمپاين

دا خبر نورو سره شریک کړئ