Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

شمالي‌کوریا لنډواټن ویشتونکی توغندی ازمویلی.
۱۸ ثور ۱۴۰۴

شمالي‌کوریا لنډواټن ویشتونکی توغندی ازمویلی.



د سوېلي‌کوریا پوځ وايي چې شمالي‌کوریا نن پنجشبنه، مې اتمه د خپل ختیځ ساحل څخه د لنډ واټن ویشتونکي څو توغندي ازمویلي دي.

سوېلي‌کوریا پوځ په وینا، دغه توغندي د شمالي‌کوریا د ختیځ ساحلي ښار وونسان څخه د سهار شاوخوا ۸:۱۰ بجې توغول شوي او په سمندر کې تر لوېدو دمخه ۸۰۰ کیلومتره مزل یې وهلی دی.

سوېلي‌کوریا وايي، له امریکا او جاپان سره د دې ازمویلې په اړه د معلوماتو پر شریکولو بوخت دي او په وینا یې، دغه ازموینه د ملګروملتونو له بندیزونو سرغړونه ده.

د یاد هېواد د ګډو ځواکونو ویاند لي‌‌سونګ‌جون د توغول شویو توغندیو کره شمېر په ډاګه نه‌کړ، خو خبریالانو ته یې وویل چې دا ازموینه ممکن د توغندیو د لېږد لپاره د فعالیت ارزونه وي.

جاپان هم د شمالي‌کوریا د بالېستیک توغندیو ازموینه تایید کړې ده.

د اټومي وسلو لرونکي شمالي‌کوریا د بالېستیک توغندیو پروګرام د ملګروملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک له مخې، منع ګرځول شوی، خو په وروستیو کلونو کې پیونګ‌یانګ د ټولو واټن ویشتونکو توغندیو په پراختیا کې مخ پر وړاندې روان دی.

مطالب

شمالي‌کوریا لنډواټن
ویشتونکی توغندی ازمویلی

دا خبر نورو سره شریک کړئ