Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پر غزې بمباري؛ یوازې نن ۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
۱۳ حمل ۱۴۰۴

پر غزې بمباري؛ یوازې نن ۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.



پر غزې د اسراییلو د تازه بمباریو له امله یوازې له نن سهار راهیسې ۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په ورته مهال د اسراییلو دفاع وزیر اسراییل کاتز وايي چې پوځ یې، په غزه کې د ځمکني بریدونو او عملیاتو د پراخېدو په حال کې دی او په وینا یې، ډېرې سیمې به تر خپلې ولکې لاندې راولي.

د نوموړي په وینا، اسراییلي سرتېري دا مهال یاد عملیات له رفح ښار څخه پیل کړی او نورو سیمو ته به هم وغځول شي.

دغه عملیات وروسته له هغې پیل شول چې اسراییلو د رفح‌ښار بېلابېلو سیمو اوسېدونکو ته د وتلو امر وکړ.

بل‌‌خوا راپورونه وايي چې رفح ښار کې لسګونه کورنۍ ایسارې دي او له نړیوالو بنسټونو یې، غوښتنه کړې چې له دې سیمې د دوی په اېستلو کې مرسته وکړي.

له دې سره غزې ته د مرستو لېږد ټولې لارې تړل شوي او په غزه کې دننه د خوړو نړیوال پروګرام اړوند د خوړو وېش ۲۵ مرکزونو په ګډون د خوړو وېش ټول ځایونه تړل شوي دي.

مطالب

پر غزې بمباري
نن ۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ