Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

شمالي‌کوریا کې د جنګي بېړۍ خرابېدو له امله لوړپوړي چارواکي نیول شوي.
۴ جوزا ۱۴۰۴

شمالي‌کوریا کې د جنګي بېړۍ خرابېدو له امله لوړپوړي چارواکي نیول شوي.

د شمالي‌کوریا دولتي رسنۍ اعلان کړی چې دغه هېواد کې د کښتۍ جوړولو یوشمېر چارواکي د یوې جنګي بېړۍ د خرابېدو له امله نیول شوي دي.

دغه جنګي بېړۍ چې ۵۰۰۰ ټُنه وزن لري، څو ورځې وړاندې سیند ته د ښکته‌کولو پرمهال زیانمنه شوې ده.

د شمالي‌کوریا مشر کېم جونګ اون چې د دې پېښې شاهد و، ګواښ وکړ چې مسوول چارواکي به بې‌ځوابه پرې نه‌ږدي.

هغه ویلي چې د کښتۍ جوړولو اړوند چارواکو د یادې بې‌غورۍ له کبله د هېواد عزت ته زیان رسېدلی دی.

په نیول شویو کسانو کې د چونګجن بېړۍ جوړولو کارخونې چارواکي او نور کسان شامل دي. کېم جونګ اون همداراز امر کړی چې دغه بېړۍ باید له جون میاشتې وړاندې بېرته ورغول شي.

د شمالي‌کوریا د دولتي رسنۍ زیاته کړې چې دغه هېواد به سیمه کې د امریکا او د دښمن مخ پر زیاتېدونکو ګواښونه مهار او کنټرول کړي.

د شمالي‌کوریا مشر له دې وړاندې په وار وار خپل پوځ ته د جګړې لپاره د چمتووالي امر کړی او په دې وروستیو کې یې، د پوځ د ټانک جوړولو کارخونو، هوايي ځواک او نورو پوځي برخو څخه لیدنې کړې دي.

مطالب

شمالي‌کوریا کې د جنګي بېړۍ
له امله لوړپوړي چارواکي نیول شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ