Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کونړ کې په زهري موادو د ککړو خوړو له امله درې ماشومان مړه شوي.
۲۵ جوزا ۱۴۰۴

کونړ کې په زهري موادو د ککړو خوړو له امله درې ماشومان مړه شوي.



د کونړ د څوکۍ ولسوالي «بابړو» سیمه کې ماشومانو د هندواڼو په پالیز کې د مږو لپاره په زهري موادو ککړ چپس او هندواڼه خوړلې چې له امله یې درې ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی.

د کونړ د ولایتي روغتون مشر ډاکټر مولاداد نن (یکشنبه، جوزا ۲۵) سلام‌وطندار ته وویل، تېره ورځ مازیګر مهال څلور ماشومان په بد حالت کې ور وړل شوي وو چې دوو یې روغتون کې ژوند له لاسه ورکړ.

د هغه د مالوماتو له مخې، درېیم ماشوم د ننګرهار حوزوي روغتون کې ژوند بایللی او د څلورم وضعیت یو څه ښه دی او دامهال د ننګرهار حوزوي روغتون کې بستر دی.

دا لومړی ځل دی چې کونړ کې په زهیري موادو د ککړو خوړو له امله ماشومان ژوند له لاسه ورکوي.

مطالب

کونړ کې په زهري موادو د ککړو
خوړو له امله درې ماشومان مړه شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ