Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزه کې لوږې ۶۶ ماشومان مړه کړي.
۸ سرطان ۱۴۰۴

غزه کې لوږې ۶۶ ماشومان مړه کړي.



د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۶۶ ماشومان د لوږې له امله مړه شوي.

الجزیرې خبري شبکې نن (یکشنبه، سرطان ۸مه) د روغتیايي چارواکو په خبره راپور ورکړی چې د اسراییل له لوري غزې ته د مرستو پر لېږد بندیز، هلته انساني بحران نور هم ژور کړی.

د فلسطین د دولتي رسنیو ادارې دغه وضعیت «جنګي جنایت» بللی او خبرداری یې ورکړی چې اسراییل د ملکيانو په ځانګړې توګه د ماشومانو نابودۍ لپاره لوږه د جنګي وسیلې په توګه کاروي.

دغه بنسټ ویلي چې نړیوالې ټولنې د فلسطیني ماشومانو تدریجي مرګ پر وړاندې د شرم‌وړ چوپتیا غوره کړې ده.

ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف ویلي، د ۲۰۲۴ کال له پیل څخه د روان کال د مې تر پایه، غزه کې څه پاندې ۱۶ زره ماشومان خوارځواکۍ سره مخ شوې ده.

د یادونې ده چې اسراییل د روان کال د مارچ له دویمې نېټې راهیسې غزه په بشپړه توګه کلابنده کړې او د بشري مرستو رسولو مخه یې نیولې ده.

مطالب

غزه کې لوږې
۶۶ ماشومان مړه کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ