د بلخ ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ریاست له لوري شاوخوا ۲۰ زره جریبه کرنیزه ځمکه د صنعتي پارکونو د جوړولو په موخه د صنعت او سوداګرۍ ریاست ته وسپارل شوه.
د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، چې دا اقدام به نه یوازې د کورنیو تولیداتو د پراخېدو لامل شي؛ بلکې د پانګوالو لپاره به هم د پانګونې پراخ فرصتونه برابر کړي.
د مسوولینو په خبره دا مهال د یادې ځمکې د وېشلو تخنیکي چارې روانې دي، تر څو پانګوالو ته په شفاف ډول ورسېږي.