Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

میدان‌ردګ کې د دوو ټرافيکي پېښو پرمهال شپږ کسان ټپيان شوي.
۳۰ دلو ۱۴۰۳

میدان‌ردګ کې د دوو ټرافيکي پېښو پرمهال شپږ کسان ټپيان شوي.

د میدان‌وردګ چارواکي وایي چې د کابل-کندهار پر لویه لاره د دوو ټرافیکي پېښو له امله شپږ کسان ټپیان شوې دي.

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند محمدیوسف اسرار رسنیو ته وویل، لومړۍ پېښه تېره شپه ناوخته د سیداباد ولسوالي اړوند په «هفت اسیا» سیمه کې د یوې کرولا او د کمپک موټرو ترمنځ رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، دویمه پېښه د همدې ولسوالي په «سالار» سیمه کې د یوه خاور ډوله موټر او موټرسایکل ترمنځ شوې چې په دواړو پېښو کې ۶ کسان ټپیان شوې دي.

 هغه همداراز وویل، ټپيان د امنيتي ځواکونو او عامو خلکو په همکاري روغتيايي مرکزونو ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.

امنیه قومنداني ویاند د پېښې لامل د موټرچلوونکو ګړندی تګ او بې‌احتیاطي په ګوته کړه.

مطالب

میدان‌ردګ کې
د دوو ټرافيکي پېښو پرمهال
شپږ کسان ټپيان شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ