Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

انتونیو ګوترېش قاهره کې د سوریې له ولسمشر سره کتلي.
۱۵ حوت ۱۴۰۳

انتونیو ګوترېش قاهره کې د سوریې له ولسمشر سره کتلي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پرون د مصر په پلازمېنه قاهره کې د عربي هېوادونو د سرمشریزې په څنډه کې د سوریې له انتقالي ولسمشر احمد الشرع سره کتلي. د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک، ویلي چې دواړو لورو د سوریې لپاره د نوي مسیر د ټاکلو تاریخي فرصت او د دغه هېواد د پر وړاندې خنډونو په اړه خبرې کړې دي. ګوترېش په دې لیدنه کې ژمنه کړې، چې ملګري ملتونه به د سوریې د بیارغونې او د خلکو د بشري اړتیاوو د رفع کولو ملاتړ وکړي. دا د احمد الشرع لومړۍ کتنه ده چې د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره یې کوي.

مطالب

انتونیو ګوترېش
قاهره کې د سوریې
ولسمشر سره کتلي

دا خبر نورو سره شریک کړئ