Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خوست کې په ۲۲میلیون افغانۍ یو سړک جوړ شو.
۳۰ ثور ۱۴۰۴

خوست کې په ۲۲میلیون افغانۍ یو سړک جوړ شو.



د خوست ښاروالي نن (سه‌شنبه، ثور ۲۰) یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ښار شپږمه ناحیه کې د «نویو بارګینو» مخې ته يو سړک جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه سړک ۶۹۰ متره اوږدوالی او ۱۰ متره پلنوالی لري چې ۲۲ میلیون افغانۍ لګښت پرې راغلی.

د سړک ترڅنګ، ۱۴۲۰ متره ویاله، ۶۰۰ متره لوی کانال، ۶۹۰ متره پیاده‌لار او درې پُلچکونه هم جوړ شوي دي.

د سیمې یوشمېر اوسېدونکي هم خوښ دي او وایي چې د دغې پروژې په تطبيق سره به ګڼې اسانتياوې برابرې شي او غوښتنه يې وکړه چې ورته نورې پروژې دې هم عملي شي.

خبرپاڼه کې راغلي چې ياده پروژه د ښاروالۍ د تخنیکي او سکتوري آمریت د مسلکي کسانو لخوا يې څار ترسره شوی.

د مالوماتو له مخې، سږکال به د خوست ښاروالي لخوا ۱۷ نورې پروژې هم عملي شي.

مطالب

خوست کې
په ۲۲میلیون افغانۍ
یو سړک جوړ شو

دا خبر نورو سره شریک کړئ