Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان ټپیان شوي.
۲۲ ثور ۱۴۰۴

لوګر کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان ټپیان شوي.

 د لوګر امنیتي مسوولین وایي چې د کابل – ګردېز پر لویه لار د یوه موټر چپه کېدو پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي دي.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس زینت راډیو  ته وویل چې نن سهار د مرکز پل‌علم ښار اړوند په «التمور» سیمه کې یو هایس (بکسه) موټر چپه شوی دی.


نوموړي زیاته کړه چې په دې پېښه کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون پنځه کسان ټپيان شوي دي.

د نوموړي په خبره چې پېښه د موټرچلوونکي د بې‌احتیاطۍ او ګړندي تګ له امله شوې ده.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د کابل – ګردېز پر لویه لار ترافیکي پېښې د پام وړ زیاتې شوې او مسوولین یې لامل د چلوونکو بې‌احتیاطي او ګړندی تګ په ګوته کوي.

مطالب

لوګر کې د ترافیکي پېښې
له امله پنځه کسان ټپیان شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ