Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بهرنیو چارو وزارت: د شريعت پر احکامو نیوکه د زغملو نه‌ده.
۲۷ حمل ۱۴۰۴

بهرنیو چارو وزارت: د شريعت پر احکامو نیوکه د زغملو نه‌ده.



د بهرنیو چارو وزارت نن (چهارشنبه، وري ۲۷) یوه خبرپاڼه کې ویلي، بادغيس، نيمروز او فراه ولايتونو کې د قصاص حکم د تطبيق په اړه د ملګروملتونو د سیاسي استازولۍ يوناما څرګندونې چې قصاص په‌کې د ژوند حق خلاف بلل شوی او د دغه حکم د لغو کولو غوښتنه يې کړې، غيرمسؤولانه او له اسلامي احکامو پر ناخبرۍ ولاړ عمل دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې لکه څنګه چې شریعت کې د شرعي حدودو له تطبيق څخه انکار نه‌شي کېدی، اسلامي امارت هم د قصاص حکم تطبيق خپل مکلفيت بولي.

بهرنيو چارو وزارت ویلي چې د اسلامي شريعت پر احکامو د نقد جسارت يو غيرمسؤولانه، د يوناما د ماموريت خلاف او د نه‌زغم عمل دی چې بايد په راتلونکې کې ترې په جدي ډول ځان وساتي.

د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د قصاص حکم د اسلامي امارت د محاکمو له قضايي پروسې سره سم، له هر اړخیزو څېړنو وروسته تطبیق کیږي.

د یادونې ده چې د اسلامي امارت سترې محکمې د تېرې جمعې په ورځ بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې عام محضر کې پر څلورو کسانو چې په وژنو تورن وو، د قصاص حکم عملي کړ.

مطالب

بهرنیو چارو وزارت
د شريعت پر احکامو نیوکه د زغملو نه‌ده

دا خبر نورو سره شریک کړئ