Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پر غزې د اسراییل بریدونه؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۲ فلسطینیان وژل شوي.
۲۰ سرطان ۱۴۰۴

پر غزې د اسراییل بریدونه؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۲ فلسطینیان وژل شوي.



غزه کې د اوربند ټینګښت په تړاو هڅو سره هم‌مهاله، اسراییلي ځواکونو د غزې پر بېلا بېلو سیمو هوايي او ځمکني بریدونه زیات کړي.

د راپورونو پر اساس، تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې د اسراییل بریدونو کې لږ تر لږه ۸۲ فلسطینیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

ورته وخت کې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، ښايي راتلونکو څو ورځو کې غزه کې د اوربند تړون وشي.

هغه هیله ښوولې چې په څو ورځو کې به د حماس له خوا نور نیول شوي بندیان هم خوشې شي.

خو حماس ډلې بیا ټینګار کړی چې د غزې اوربند لپاره قطر کې خبرې د اسراییلو د سرزورۍ له کبله ستونزمنې وې.

پر غزې د اسراییلو بریدونو پیل راهیسې تر دا مهاله څه باندې ۵۷زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۱۳۷زره ټپیان دي.

همداراز ګڼ‌شمېر ټپیان او ناروغان روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو له کمښت سره مخ دي او زرګونه نور بیا له سختې لوږې زورېږي.

مطالب

پر غزې د اسراییل بریدونه
تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۲ فلسطینیان وژل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ