Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

امیرخان متقي: سيمې او نړۍ سره د اسلامي امارت تعاملات ښه لور ته روان دي.
۸ حمل ۱۴۰۴

امیرخان متقي: سيمې او نړۍ سره د اسلامي امارت تعاملات ښه لور ته روان دي.



د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل نن (جمعه، وري ۷) پر اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي کابل کې د جاپان سفیر تاکویوشي کورمایا سره لیدلي او پر دوه اړخیزو اړیکو، د جاپان په همکاریو او نورو نړیوالو مسائلو یې خبرې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دغه لیدنه کې وروستیو ډيپلوماټیکو پرمختګونو ته په اشارې ویلي، د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي امارت تعاملات ښه لور ته روان دي او سرپرست حکومت د خپل متوازن، نورو ته د ضرر نه‌رسولو او اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې، له ټولو لوریو سره باعزته اړیکو ته لیواله دی.

همداراز امیرخان متقي دې وروستیو کې جاپان  ته د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره رغنده ګام بللی او ویلي: «دا ډول تعاملات باید دوام ومومي، ترڅو د دوه اړخیزو همکاریو په برخه کې عملي پرمختګونو ته لاره هواره شي.»

هغه زیاته کړه چې دامهال افغانستان کې د سراسري امنیت په ټینګېدو سره د پانګونې ګڼ فرصتونه برابر شوي او جاپان کولای شي په لویو پروژو کې پانګونه وکړي.

د جاپان سفیر تاکویوشي کورمایو هم دغه لیدنه کې هیله څرګنده کړه چې جاپان ته د اسلامي امارت د پلاوي سفر به د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

ښاغلي کورمایا د نشه‌يي توکو د کښت او تولید پر ضد د اسلامي امارت د قوي مبارزې ستاینه کړې او د بدیل کښت په اړه یې د جاپان د همکاریو ډاډ ورکړ.

همداراز نوموړي د دوحې پروسې د کاري ګروپونو یادونه کړې او هیله یې څرګنده کړه چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ ګډ کار به ښې پایلې ولري.

مطالب

امیرخان متقي
سيمې او نړۍ سره د اسلامي امارت
تعاملات ښه لور ته روان دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ